د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په هېواد کې د برېښنا د تولید او پراختیا په موخه په ټولیزه توګه د ۵ زره او ۷۶۷ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ۳۷ پروژې تر لاس لاندې لري. یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې او له بېلابېلو سرچینو لکه له اوبو، لمر، ډبرو سکرو او باد څخه د برېښنا د تولید لپاره ګڼې پروژې تر لاس لاندې لري چې، له دې ډلې په نغلو کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا یوه پرژوه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. له ترکمنستانه د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا واردلو، د پل علم د ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا، د غزني د لمریزې برېښنا ۱۵۰ مېګاواټه، د نغلو د لمریزې برېښنا د ۱۰۰ مېګاواټه، کندهار کې د ۳۰ مېګاواټه، په بلخ ولایت کې له ډبرو سکرو ۱۰۰ مېګاواټه او د عوفي بهرام شرکت له لوري د ۲۵۰ مېګاواټه د برېښنا د تولید پروژې د هوکړه لیک په پړاو کې دي او ډېری دغه پروژې د سرپرست حکومت د مشر له لوري منظورې شوې هم دي.