د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په یوې طرحې موافقه وکړله چې له مخې به یې په سوریې باندې د پخواني رژیم پر وخت لګیدلي بندیزونه آسان شي. د بندیزونو په اسانه کولو خبرې داسې مهال کیږي چې د امریکال په ګډون لویدیځ او عربي هیوادونه کوښښ کوي د سوریې د نوي حکومت سره اړیکي ټینګې کړي. د اروپایي اتحادیې ۲۷ هیوادونو د سوریې په رژیم دا اقتصادي بندیزونه ورسته تر هغه ولګول چې پدې هیواد کې په ۲۰۱۱ کال کې کورنۍ جګړه پیل شوه. احمد الشرع، چې د هیئت تحریر الشام ډلې مشري هم کوی، د خلیج هېوادونو د پانګونو په لټه کې دی، ترڅو د ۱۳ کلنې جګړې له امله د ویجاړې شوې سوریې په بیا رغونه کې مرسته وکړي.