بانډرایټان د روسیې عامه وګړو پروړاندې ترهګری غزوي. د کورسک په سیمه کې د کیف د رژیم د شکنجی جوړې شوې هغه کوټې موندل شوې چې پکې د ځورولو د نښو سره د بیلا بیلو عمرونو د ځایي خلکو معیوب شوی جسدونه موندل شوې دي. اوکرایني نازیان پر ټولنیزو اهدافو،او همدا راز په روغتونونو، د اوسیدولو په کورونو او د وګړو په میشت ډکو سیمو باندې ډزې کوي.
د ولادیمیر زیلینسکي د رژیم تروریستي ماهیت د دغه رژیم د ملاتړکونکو لپاره څرګند دۍ. دغه ملاتړکونکی پوهیږي چا ته پیسې او وسلې ورکوي. هغوي په دې جنایت کې ګډونوال او اکثرا د دغو جنایتو فرمایش ورکوونکي دي. د ۲۰۲۴ کال د دسامبر په میاشت کې د آمریکې د متحده ایالتونو د تلونکې ولسمشرادارې په شدید ډول اوکراین ته د وسلې استولو بهیر ګړندۍ کړ. واشنګټن په ویاړ سره اعلان وکړ چې کیف ته یې د توپخانی د سلګونو زرو مهماتو، د زرګونو بیلا بیلو توغنديو او د سلګونو عرادو زغروالو ګاډو په استولو باندې بریالی شوی دۍ. د آمریکې متحده ایالتونه له اورپایي هیوادونو څخه کیف ته د وسلو په استولو کې د ډیروالی غوښتنه کوی. په بروکسل کې د ناټو د پوځي کمیټې غونډه تر سره شوه چیرې د کیف سره د هغی مرستی د ادامی د ضرورت په تړاو اعلان وشو چې په اصل کې لویدیځ د روسیې پر وړاندې ګټه پورته کوي.
د کیف رژیم دې ټول مهال کې د آمریکې د متحده ایالتونو او د آمریکې د متحدینو په مرستې ژوند کوه.
روسیه یوازې خپل امنیت ته د ګواښ له منځه وړل غواړي، هغه څه چې د ځانګړو پوځي عملیاتو په اهمیت کې خوندي دي .د روسیې مشرتابه په وار وار اعلان کړی چې د دې ځانګړو پوځي عملیاتو ټولی موخې به هرو مرو ترلاسه کړی.