د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په مرکز کې د سمنټو نوې کارخونې جوړېدو چارو پیلیږي. په روان لمریز کال کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري ددغې کارخونې د جوړولو تړون له یوه قطري شرکت سره لاسلیک کړی دی. د دغې کارخونې جوړولو باندې ۲۲۰ میلیونه امریکايي ډالر لګول کېږي چې د مسوولینو په خبره ۹۰ سلنه اکتشافي چارې پرمخ تللې دي. په جبل السراج ولسوالۍ کې ددغې کارخونې لپاره ټاکل شویو سیمو کې کافي کاني توکي شته. د تړون کوونکي شرکت د مسوولینو په خبره ددغو کاني توکو بېلګو اخیستلو په موخه اتلس ژورې څاه ګانې کیندل شوې دي. د مسوولینو د معلوماتو پربنسټ په پام کې ده چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې د جبل السراج د سیمټو نوې کارخونې ودانیزې چارې بشپړې او پکې له ۵ زره زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.