د مالیې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت هر اړخیزه ارزونه یې کړې او دمګړۍ د افغانستان اقتصادي وضعیت عادي دی. د هېواد د اقتصادي وضعیت د ارزونې په دې ناسته کې یې د ملي سوداګرۍ، بهرنیو بشري مرستو، د افغانۍ پر ارزښت او پر اقتصاد د بهرنیو سیاسي بدلونونو او رسنیو د تبلیغاتو په اړه بحثونه کړي دي. د مالیې وزارت ویلي، چې د اوسني اقتصادي وضعیت له هر اړخیزې ارزونې وروسته په ډاګه شوه، چې د افغانستان د سوداګرۍ بهیر له کومې ستونزي پرته په ښه حالت کې دی، بانکي سکټور باثباته دی، عواید په شفاف ډول راټولیږي او د دې ډلې لګښتونه په عادي ډول له ستونزې پرته پوره کیږي. د مالیې وزارت د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ټیټیدو لامل کورني او بهرني تبلیغات یاد کړي او وايي، دمګړی د افغانستان اقتصادي وضعیت عادي دی.