د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، په افغانستان کې عصري او پرمختللو وسلو د پاکستان امنیت او خلکو ته ګواښ پیدا کړی دی. نوموړي ادعا کړې، چې د پاکستان مخالفې ډلې له دغو پرمختللیو وسلو کار اخلي او د پاکستان دننه بریدونه کوي. هغه زیاته کړې په افغانستان کې د دغو پرمختللیو وسلو موجودیت د پاکستان او د پاکستان د خلکو لپاره د ژورې اندېښنې خبره ده. شفقت علي خان دغه راز ویلي، چې دوی د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتنه کړې، چې اړین ګامونه واخلي او دا ډاډ ترلاسه کړي، چې دا وسلې د ناسمو خلکو لاسونو ته ونه لویږي. سي این این تلویزیون د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په میاشت کې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له قوله خبر ورکړی و، چې په افغانستان کې د شاوخوا اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات، چې د افغانستان د جمهوري نظام امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي وو، پاتې دي.