د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان(ایف اې او) خبر ورکړی، چې جګړې، بېوزلۍ او د ونو ډېر کارول په افغانستان کې د پستې ځنګلونو د پراخ تخریب لامل شوې ده. دغه سازمان نن په یوه بیان کې ویلي، چې افغانستان یو وخت د پستې له ۴۵۰ هکتاره ډېر ځنګلونه لرل. دغه سازمان زیاتوي، بادغیس ولایت چې د پستې د ونو ډېرې ونې لري، ترټولو ډېر اغېزمن شوی دی. د یاد سازمان د بیان پر بنسټ، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د پستې له یو میلیون ډېر بوټي اېښودل شوي دي. د خوړو او کرنې سازمان ویلي چې دغه سازمان اوسمهال د څړځایونو پر بیارغونه کار کوي. یاد سازمان ټینګار کړی چې د ونو ډېر پرې کولو د پستې ځنګلونو ته جدي زیان رسولی دی. دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د سون توکو د برابرولو لپاره ونې پرې کوي.