د جنوبي افريقا ولسمشر لامافوسا د جنورۍ په ۲۹مه نېټه د چين د بزګري جنترۍ له مخې د مار کال په پار د چين حکومت او چينايانو ته نيکې هيلې وړاندې کړې او باور يې ښودلې چې چين په نوی کال کې په دوامداره توګه نړۍ ته عادلانه، ځيرک او ګډ سمسور ځواک برابر کړي.
د جنوبي افريقا جمهوري ماڼۍ په همدې ورځ په خپلې رسمي ويبپاڼې کې د چين د پسرلني اختر په پار د چين حکومت او چينايانو ته د ولسمشر لامافوسا د مبارکۍ پيغام خپور کړی دی. لامافوسا په پيغام کې ويلي چې د مار کال د رارسېدو په درشل کې يې د خپل هېواد د حکومت او خلکو په استازيتوب د چين حکومت او خلکو ته د اختر مبارکي وویله.