د سرپرست حکومت د مشر تر پرېکړې وروسته د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د صنعتي ښارګوټو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې د پلازمېنې کابل څلور خواو کې د صنعتي ښارګوټو لپاره د څلور زره جریبه ځمکې ځانګړي کېدو سربېره ۲۰ زره جریبه ځمکه په کندهار، ننګرهار او بلخ، لس زره جریبه ځمکه په کندوز او زر جریبه نوره ځمکه په هر ولایت کې د صنعتي ښارګوټو جوړېدو ته ځانګړې شوې ده. ځینې کارخونه لرونکي دغه ګام ستايي خو د دوی د فعالیتونو پر وړاندې د برښنا د کمښت په ګډون شته ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي. د مسوولینو د مالوماتو پربنسټ په ټول هېواد کې شاوخوا پنځه زره سترې او کوچنۍ تولیدي کارخونې فعالیت کوي چې له ۴۰۰ زرو زیاتو کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابر شوې ده.