د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې په نږدې راتلونکې کې به د ۵۵۰ مېګاواټه برېښنا په ظرفیت سره ۱۳ لویې پروژې پرانیستل شي. د برېښنا شرکت مسوولینو د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې پر بې غورۍ نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې د نړۍ هېوادونه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د برېښنا د تولید په برخه کې میلیاردونه ډالر ورکوي، خو پر افغانستان حتا بشري مرستې پرې کوي. دوی زیاتوي چې هېوادوالو ته به د ډاډمنې، پاکې او منظمې برېښنا د برابرولو په موخه برېښنا شرکت په ۱۳ لویو پروژو چې په نږدې راتلونکې کې به پرانیستل شي کار کوي. د برېښنا شرکت د مسوولینو په خبره، د کابل په شمال کې د نوي ۱۵ کیلو ولټه سب سټېشن په پرانېستل کېدو سره به ۲۵ زره کسان له برېښنا برخمن شي او نوی غځول شوی مزی د لسو ترانسفرمرونو په نصبولو سره تنظیم شوی چې د ۱۳ نورو هغو د تنظیم چارې هم روانې دي.