چين ميډيا ګروپ د جنورۍ په ۲۸مې نېټې د خوښۍ په فضا کې کورنيو او بهرنيو کتونکو ته د ۲۰۲۵م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره وړاندې کړې ده. مالومات ښيي، دغه ننداره د همدې میاشتې د ۲۹مې نېټې د سهار وختي تر دوو بجو پورې په بېلا بېلو ټولنيزو او انټرنېټي رسنيو کې ۱۶ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه ځلې کتل شوې، چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله په سلو کې ۱۸ اعشاريه ۳۱ زياتوالی ښيي او په دې جملې کې د ګرځنده ټيليفون له لارې د نندارې د کتونکو شمېر ۳۷۲ ميليونه ښودل شوی، چې دا شمېر بیا د تېر کال په پرتله په سلو کې ۵۲ اعشاريه ۴۶ زياتوالی ښودلی دی.
چین ميډيا ګروپ سږنۍ ننداره د خواله رسنيو له لارې په ۸۲ ژبو په ژوندۍ بڼه خپره کړې، چې د ژبو شمېر يې د تېر ۲۰۲۴ م کال په پرتله ۱۴ زياتوالی ښيي.
نړيوالو او کارپوهانو د یادې ماښامنۍ هنري نندارې د محتویاتو، نوښتونو، ښکلاوو، کلتوري رنګينو، ټکنالوژۍ، نشراتو او ټولنیزو مسئولیتونو په شمول ډېرې برخې ستایلې دي.
د چین د کمونیکیشن پوهنتون د ډرامو او فلمي چارو پوهنځي پروفیسورې ګوان لینګ رسنيو ته ويلي، چې د سږني پسرلني اختر په ویاړ د چین میډیا ګروپ ماښامنۍ هنري ننداره کې د دغه هېواد دودیز کلتور له عصري عواملو سره ښه پیوست شوی او ډیجټل ټکنالوژۍ یې نمایش او نندارې ته ډېره ښکلا ورکړې وه او په ټوله کې د ګردې نړۍ نندارچیانو ته یې یوه داسې په زړه پورې ننداره وړاندې کړې، چې عصري او فیشني برخې يې درلودې.
د بېجینګ د دارالمعلمین د ټولنیزو چارو پوهنځي پروفیسور شیاو فانګ وایي، په یادې نندارې کې د لونګ ژاو جاو ځه ګو په نوم د چین ملي غیرمادي میراث ښودل شوی، لوبغاړو د ډولونو پر وهلو او په شاندارو نڅاوو نندارچیانو ته د دغه غیرمادي میراث حیاتي ځواک ښکاره کړی او د نندارچیانو احساسات او حتی د چیني ملت روحیه یې راپارولې ده.
نوموړي ویلي، په سږنۍ ماښانۍ هنري ننداره کې د غیرمادي کلتوري میراثونو سمبولونه له نمایش سره په نوښتي بڼې پیوست شوي وو او د چین دودیزه ښکلا او د لوی هېواد هنري بڼه يې ښکاره کړې ده.
کارپوهان دغه ننداره په نوې زمانې کې د چین د دودیز کلتور د نوې روحیې د خپرولو او د نړیوالو تبادلو د هڅونې لپاره یو اغېزناک هنري ګام بولي.
مېرمن ګوان لینګ وایي، د سږنۍ ماښامنۍ هنري نندارې په ډګر کې د چین عنعنوي کلتوري نښې او سمبولونه شامل وو او د نندارې ډګر يې ډېر ښه طرحه شوی و، چې نه یوازې ډېر ښکلی ښکارېده، بلکې د خوشحالۍ او خوښۍ له فضا څخه مالامال و.
د چین د ټولنیزو چارو د علومو اکاډمۍ د نړیوالو رسنیو د څېړنیز مرکز څېړونکي لنګ سونګ وايي، په سږنۍ ماښامنۍ هنري ننداره کې د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ متقابل تفاهم، درناوی، زده کړه او پیوستون لیدل کېږي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نندارچیانو د چیني کلتور ژور بنسټ او د خوشحالې فضا احساس کړې ده او دغه ننداره به په ګردې نړۍ کې د خلکو د کلتورونو او احساساتو ګډ نظرونه وهڅوي.
د بېجینګ د دارالمعلمین د ځانګړو زده کړو پوهنځي پروفیسور جنګ شوان سږنۍ ماښامنۍ هنري ننداره ستایلې او په خبره يې، دغې هنري نندارې د طرحې، د محتویاتو ډیزاین او تخنیکونو په شمول ډېرو برخو کې نوښتي پرمختګ موندلی او معلولینو ته یې هم ښه خدمات وړاندې کړي دي.