د چين د ګمرکي ادارې د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۴م کال کې د چين په شمال ختيځ سيمه کې د وارداتو او صادراتو اندازه ۱ اعشاریه ۲۵ ټلیونو يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۶ سلنه زياتوالی ښيي او يو نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی. له دې جملې څخه يې د صادراتو اندازه ۸.۱ سلنې ته رسېدلې، چې د چين د صادراتو په پرتله ۱ سلنه زياتوالی ښيي. دا ښکاري چې د چين په شمال ختيځ کې د ورخلاصون کچې لا نور هم زياتوالی ښودلی دی.