د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په هېواد کې د جلغوزي سکتور له سوداګرو سره کتلي دي. د مالوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د جلغوزي سوداګرو ستونزې شریکې شوې او د جلغوزي د پروسس فابریکو پر جوړولو ټینګار شوی دی. دغه راز د جلغوزي پر صادراتو، د دغه سکتور پر ملاتړ او په هېواد کې د جلغوزیو مارکېټ پر جوړولو بحث شوی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د جلغوزي سکتور د سوداګرو د خبرو په اورېدو سره؛ له هغوی څخه د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه سکتور د سوداګرو ترمنځ ناسالم رقابت به ډېر ژر پای ته ورسېږي او ټول سوداګر به په واحده اتحادیه کې سره راټول شي. د یادولو وړ ده چې دا مهال د افغانستان جلغوزي، چین، هند او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته صادرېږي.