د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې یاد ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېمونه جوړېږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدولي محسن وایي چې دغه چکډېومونه به د یاد ولایت په اوو ولسوالیو کې جوړ شي. ورته مهال د کرنې وزارت د اوبولګولو رییس معاذالله بیا وايي چې د هېواد ټولو ولسوالیو کې د اوبوذخیره کولو، سېلابونو مخنیوي، چینو او کاریزونو تاندولو لپاره یو-یو چکډېم جوړوي. د نوموړي په وینا، په ځینو ولایتونو کې د چکډېمونو د جوړېدو چارې بشپړې او د ځینو نورو کارونه اوس پیل شوي دي.