د نورستان ولايت په دواب ولسوالۍ کې د ماوې کان څخه ترلاسه شوې ګران بیه او نيمه ګران بیه ډبرې (بيروج، کونزايټ او مارګنايټ) د ۳۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د کمېټې په شتون کې د بولۍ له لارې وپلورل شوې. نورستان د افغانستان یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې د قیمتي ډبرو پراخ کانونه لري. د بیروج ډبرې د ځانګړي شین او نیلي رنګونو له امله ډېرې ارزښتناکې او ښکلې ګڼل کېږي.