د ۲۰۲۵ کال د جنورې په میاشت کې د ارواسیا د اقتصادي کمیسیون په مرکز کې د ارواسیا د اقتصادي کمیسیون د تجارتي سیاست د ریاست رئیس ولادیمیر سیرپیکوف د روسیې په فدراسیون کې د چین د ولسي جمهوریت د سفارت د تجارتی او اقتصادي چارو په برخه کی د مختار وزیر لیو خینګ سره کاري ناسته درلوده.
دواړو لورو د تعامل پر اوسنی حالت، د تعامل د پراختیا پر لیرلیدو، د ارواسیا د اقتصادي اتحاد او چین تر منځ د تجارتی او اقتصادي همکارۍ په تړاو د هوکړه لیک د پلی کولو د ګډ کمیسیون د څلورمې ناستې د هوکړو د بشپړولو پر حالت او هم د ارواسیا د اقتصادي اتحاد او چین تر منځ د لاري د هغی نقشي پر پلی کولو خبری کړی دی چی په ۲۰۲۳ کال کې تآئید شوې وه.
سربیره پردې د ګډ کمیسیون پنځمې ناستې ته د چمتووالي په اړه چې په پام کې ده په ۲۰۲۵ کال کې به د اتحاد په یو غړې هیواد کې تر سره شي هوکړه ترلاسه شوه.
ولادیمیر سیرپیکوف د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «زه په روان کال کې په هغو اړینو برخو کې د همکارۍ په شمول چی زمونږ د هیوادونو ترمنځ به د سوداګرېزی کچې د پورته بیولو لامل وګرځي د لاري د نقشي د تازه کولو وړاندیز کوم».