د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه په چټکۍ سره روان دي. د هغه په وینا، په دې پروژه کې ښکېل هېوادونه هڅه کوي چې دغه ژر تر ژره بشپړه کړي. داچې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونو څو سلنه پرمختګ کړی نوموړي په دې اړه څه نه دي ویلي. د ټاپي پروژه په سیمه کې د ګازو د لېږد یو له سترو پروژو څخه ده، چې په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوه.