د ۲۰۲۵م کال د پسرلني اختر په رخصتۍ کې د چين بېلابېلو موزيمونو د چيني ملت غوره دوديز کلتور په اړه ځانګړي نندارتونونه او فرهنګي فعاليتونه تر سره کړي او څه باندې ۷۲ ميليونه نندارچيان يې راجلب کړي دي.
د چین د تاریخي اثارو ادارې د شمېرنې له مخې، د ۲۰۲۵م کال د پسرلني اختر په رخصتۍ کې، يعنې د جنورۍ له ۲۸مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۴مې نېټې پورې د چين ټولو موزيمونو په عمومي ډول ۷۲ میليونه ۶۴۸ زره او ۷ سوه نندارچيان راجلب کړي، په منځنۍ توګه يې هره ورځ څه باندې ۱۰ ميلیونه نندارچيان راجلب کړي، چې د تېر کال د همدې مودې د ورته شمېر په پرتله ۱۲ اعشاريه ۸۴ سلنه زياتوالی ښيي.