د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له تهیه مسکن څلورلارې څخه تر سرای شمالي پورې د فرعي سړکونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې یادې فرعي لیکې (۱۱۰۰) متره اوږدوالی او (۱۴.۵) متره سور لري چې، د جوړولو چارې یې د روان کال په بهیر کې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره تر دې دمه یوه لیکه د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته قیر شوې ده او د راتلونکي کال په لومړیو کې به یې بله لیکه هم قیر کولو ته چمتو شي. د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغو سړکونو په جوړېدو سره به په سرای شمالي او ورڅېرمه سیمو کې د ګڼه ګوڼې ستونزه هواره او ښاریانو ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.