د اسیا نهم پړاو ژمنۍ لوبې د فبرورۍ د ۷مې نېټې په ماښام د چين د هېلونګ جيانګ ولايت په هاربين ښار کې پرانيستل شوي، چې ۸ ورځې به دوام ولري. د دغو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د دولت رئیس شي جين پينګ په ګډون د اسیايي هېوادونو او نړيوالو سازمانانو ځينو مشرانو او په دغه هېواد کې بهرنيو ډيپلوماتانو ګډون کړی و.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دغو لوبو پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې د بېجينګ ژمنيو اولمپيک لوبو او د هاربين اسيايي لوبو په جوړېدو سره به د دغه هېواد دننه او بهر د واورو او کنګلونو لوبې مروجې شي او ډېر مينوال به پيدا کړي.
چين د بېجينګ له ژمنيو اولمپيک لوبو وروسته يو ځل بيا سترې نړيوالې ژمنۍ لوبې ترسره کوي او په سږنيو ژمنيو لوبو کې يې د برخوالو هېوادونو او سيمو د لوبغاړو شمېر د پخوا په پرتله زيات ښودل شوی دی.
دغو لوبو ته د عربي متحده امارات، ويتنام، اندونيزيا او تايلنډ په شمول ځينو داسې هېوادونو هم خپل پلاوي لېږلي، چې هلته واوره نه کېږي او خلک یې هم له يادو لوبو سره ډېره بلدتيا نه لري.
د مالوماتو له مخې، په روانو ژمنیو لوبو کې د اسيا د ۳۴ هېوادونو او سيمو شاوخوا ۱۲۰۰ لوبغاړي ګډون لري او خپل بختونه پکې ازمويي.
سپورټ د سولې زېری بلل کېږي او د هېوادونو ترمنځ سیاسي پولې په رسميت نه پېژني.
لوبې د یوې ټولنې د کلتوري او اقتصادي اړيکو په پرمختګ کې غوره رول لوبوي، په خلکو کې زغم او حوصله پيدا کوي، نوښتونو او خلاقيت ته يې هڅوي او د اړيکو په جوړولو او د ستونزو په هوارولو کې ورسره مرسته کوي او په ټوله کې ملتونه سره نږدې کوي.
شمېرې ښيي، چې د نړۍ په هرو ۳ ماشومانو کې يو يې د سپورټ یا لوبو لپاره وخت نه لري او په هرو ۵ ماشومانو کې يو يې د لوبو لپاره خوندي ځای نه لري.
یونيسف تېر کال په یوه راپور کې ويلي و، چې په نړۍ کې ۱۶۰ ميليونه ماشومان د زده کړو پر ځای د ژوند لپاره کارونه کوي.
د افغانستان په څېر د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې زياتره ماشومان د لوبو له فرصتونو بې برخې دي او ډېری یې چې پر ۷ کلنۍ پښه واړوي، نو کارونو ته مخه کوي او ماشومتوب یې له مستۍ او احساس پرته تېرېږي.
په نړۍ کې په تېرې يوې پېړۍ کې بې ساري بدلونونه رامنځته شوي، جیوپولیټیکي او سیاسي سيالۍ پکې سختې شوي او يو اړخيزم او پروټيکشنيزم او ګڼې نورې ننګونې پکې په خورېدو دي، خو په ورته وخت کې بیا د پرمختګ او یووالي فرصتونه هم لري.
په چين کې سږنۍ ژمنۍ لوبې «د ژمي خوب او اسيايي مينه» په سرليک ترسره کېږي او خلکو ته یې د سولې، پرمختګ او يووالي ګډې هيلې ورکړې دي.
چين څه موده وړاندې له وېزې پرته له دغه هېواد څخه د تېرېدو يا ترانزېټ نوې تګلاره اعلان کړې، چې له مخې يې د روسيې، برازیل، بريتانيې، امريکې او کاناډا په ګډون د ۵۴ هېوادونو وګړي د ترانزېټ پرمهال په چين کې د ۲۴۰ ساعتونو (لس ورځې) لپاره پاتې کېدای شي.
د چين له ياد اعلان سره سم، د ډېرو هېوادونو سیلانیان دغه هېواد ته ورمات شوي او سیلانيزې، سوداګریزې او اقتصادي چارې یې ورسره نورې هم غوړېدلې دي.
مالومات ښيي، د روان کال د پسرلني اختر په رخصتيو کې شاوخوا ۱۲ ميليونو او ۱۵۰ زرو سيلانيانو له هاربين ښار څخه ليدنه کړې او د سيلانۍ لګښتونه یې څه د پاسه ۱۹ميليارډه يوان ښودل شوي دي.
هاربين په چين کې د واورو او کنګلونو د عصري سپورټ سرچېنه بلل کېږي او د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ او ورخلاصون نوې لارې يې پنځولې دي.
هاربين ډېر سوړ دی او واورينو مجسمو او کنګلي ځايونو يې د ډېرو خلکو پاملرنه ورخپله کړې ده.
د اسیا نهم پړاو ژمنۍ لوبې هم په همدې ښار کې ترسره کېږي او په وروستيو کې د سپورټ ګڼو مينوالو او سيلانيانو ورمخه کړې ده.