د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ فیضو کلي کې یې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو بند جوړولو چارې پیل کړې. د یاد وزارت د خبر له مخې د دغې بند د بنسټ ډبره کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر محمد یونس اخندزاده له لوري کېښودل شوې. د اوبو دغه بند ۲۱۰ متره اوږدوالی او ۶متره لوړوالی سره د درې سوه زره متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري. د دې بند په جوړېدو سره به د یادې سیمې د اوبو ستونزې حل ترڅنګ د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو ذخېرې هم پیاوړې شي.