د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي، دغه شرکت توانېدلی چې په تېرو پنځو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۱.۵ میلیارده او ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت پروژې پلي کړي. د یاد شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر په یوه خبرې کنفرانس کې وویل، دې موده کې یې د ۳.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۰۶ تړونونه هم لاسلیک کړي دي. عمر ویلي، د نړۍوال بانک له لوري به د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پاتې کارونه بیا پیل او د دوه کلونو په موده کې بشپړ شي. نوموړي زیاته کړې، د ازبکستان ۵۰۰ کیلوولټه لین چې د زر میګاواټه برېښنا د انتقال ظرفیت لري کارونه یې په دوو برخو کې په چټکۍ دوام لري چې په خبره یې، برېښنا شرکت هڅه کوي، د ۱۴۰۴ کال تر پایه یې چارې بشپړې کړي. نوموړي د شاوخوا ۵۰۵ میګاواټه په ټولیز ظرفیت د برېښنا تولیدي فابریکو جوړولو لپاره د پانګونې د ۱۴پروژو د طرحو د تحلیل او ارزونې چارې بشپړېدو هم خبر ورکړی. د برېښنا شرکت مسوولینو دې کنفرانس کې دا هم ویلي، چې د روان کال په جریان کې یې د برېښنا پلور له درکه په ټولیز ډول ۳۱ میلیارده او ۵۳۱میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.