د نورستان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په نورګرام، کامدېش، وایګل او واما ولسوالیو کې د انګورو ۱۰ بڼونه جوړېږي. د مسوولینو په خبره دغه بڼونه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژې له لارې پلې کېږي. سرچینې زیاته کړې، چې د دغو بڼونو په جوړېدو سره نه یوازې د مېوو تولید زیاتېږي؛ بلکې د سيمې بزګرانو ته به د کار زمینه هم برابره شي. د یادونې وړده، چې د افغانستان د کال په درېیو فصلونو کې بهرنۍ مېوې له لرې هېوادونو په لوړه بیه هېواد ته واردېږي، په دې کارسره به په هېواد کې د سوداګریزو بڼوڼو په جوړېدو سره د بهرنیو وارداتو مخه ونیول شي.