د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۳۰ کانونه تثبیت شوې دي. د مسوولینو په خبره د وروستیو څېړنو له مخې، ۳۰ کانونه ثبیت شوي چې له ډلې یې د دوه کانونو عملي استخراج چارې هم پيل شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې په یادو کانونو کې مس، کرومایټ، نفرایټ، تالک، ازبست، کلیست، ابرک او د قیمتي ډبرو یوشمېر نور مهم کانونه شامل دي. د لوګر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، په نوي کال کې هم د لوګر په مرکز پلعلم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې شته کانونه د قانوني استخراج په پار داوطلبۍ ته سپارل کېږي چې په یادو کانونو کې به لسګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شي.