د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د کبانو تولیدي فارمونه په هرو ۳ میاشتو کې شاوخوا ۴.۵ ټنه د کبانو غوښه تولید او بازار ته وړاندې کوي. د مسوولینو په خبره دا فارمونه د خصوصي سکټور له لارې د ازمایښتي پروژو په توګه جوړ شوي او د کبانو د تولید ظرفیت یې د فراه د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي. د یاد ریاست مسوولین وایي. هڅې روانې دي، ترڅو د فارمونو د ډېرېدو له لارې فراه ولایت د کبانو د غوښې د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي. په یاد ولایت کې د کبانو ځینې فارم لرونکي وايي، که د کبانو د روزونکو ملاتړ وشي، نو دا صنعت به نوره هم پراختیا ومومي. د یادونې وړ ده، چې فراه ته، د محلي کبانو تر څنګ، له هلمند څخه هم د کبانو غوښه راوړل کېږي.