د راپورونو له مخې د پاکستان په بلوچستان ایالت قلات کې نا معلومو وسله والو پر یوه امنیتي پوسته برید کړی او پاکستاني سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې برید کې یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیتي ځواکونو د ځوابي اقدام پر مهال بریدګر تښتېدلي دي. د یاد ایالات ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، چې د بریدګرو د نیولو لپاره یې په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي. بلخوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي قلات کې دا برید غندلی او پرې یې ژوره خواشیني ښودلې ده.