د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، چې ډیر ژر به د اوکراین جګړې پای ته رسولو په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري. ټرمپ چې د موضوع په تړاو یې خبریالانو ته مالومات ورکول د پوتین سره یې د لیدنې نیټې او ځای په هکله څه ونه ویل خو دومره یې وویل چې نه یوازې د روسیې بلکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي هم د جګړې بندیدل غواړي. د امریکا مشر داسې مهال د پوتین سره “ډیر ژر” د خپلو لیدو خبر ورکوي چې د روسیې یوې ورځپاڼې ویلي چې ټاکل شوې د اوکراین جګړې پای ته رسیدو په هکله خبرې د همدې راتلونکې سه شنبې په ورځ د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې پیل شي.