د خوست ځايي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په درېیو ولسوالۍ کې د ۱۲۰ زره ډالرو په لګښت د ۶ چکډېمونو چارې پیل شوې دي. د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د طبيعي سرچينو امريت په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خواړو (یو ان اف اې او) دفترپه مالي ملاتړ د یاد و لایت د صبريو، باک او ځاځي ميدان ولسواليو کې د ۱۲۰زره امریکایي ډالرو په لګښت د شپږو چکډېمونو د جوړولو چارې پيل شوې دي. د نوموړي په وینا د دغو چکډېمونو د جوړولو موخه د اوبو مدیریت، خاورې د ویجاړېدو مخنیوی او د ځمکنیو اوبو د کچې لوړول دي.