«نجا ۲» چیني کارتوني فلم په دې وروستیو کې د چین دننه او بهر ډېره توده څپه راپورته کړې او تر دې دمه یې په ګردې نړۍ کې د ټيکټونو ارزښت له۱۲ میلیارډو یوانو اوښتی او د فلمي ټیکټ د ارزښت په نړيوال درجه بندۍ کې يې ۱۰م ځای نیولی دی.
نجا د چین د افسانوي کیسې له مخې يوه ښاپېرۍ ده او ياد فلم افسانوي کیسې ته بدلون ورکړی دی.
نجا په دغه فلم کې په یوې نااټکلې پېښې کې زېږېدلی او په ماشومتوب کې يې خلکو ته ستونزې رامنځته کړې دي. په فلم کې هر څوک هغه يو جادوګر ماشوم بولي، خو هغه خپله اراده ټينګه ساتلې، برخلیک يې بدل کړی او د عدالت لپاره یې هڅې کړې دي.
نجا لومړی فلم د ۲۰۱۹م کال په جولای کې نندارچیانو ته وړاندې شو او پراخ هرکلی يې وشو. همهغه مهال یې د ټیکټونو ارزښت ۵ میلیارډو یوانو ته رسېدلی و. د نجا لومړی فلم له خپرېدو ۵ کاله وروسته، «نجا ۲» نړۍ ته وړاندې شوی او د نندارچيانو پاملرنه يې راخپله کړې ده.
په دغه فلم کې د چين افسانوي کيسه انځور شوې، زړورتوب پکې بیان شوی او نندارچيانو او ليدونکو ته پوره مثبته انرژي او احساس ورکوي او تخنيکي نوښتونه يې د نندارچيانو پاملرنه راجلبوي.
د دې فلم په جوړونه کې د چین د نږدې ۱۴۰ کارتوني کمپنیو څه باندې ۴ زرو فني کوونکو برخه اخیستې او د فلم له ۲۴۰۰ شاتونو نه څه دپاسه ۱۹۰۰ کې یې ځانګړي کارتوني اغېزې کارول شوې دي. دغه فلم په چیني کارتوني فلمونو کې لومړی ځای خپل کړی دی.
«نجا۲» فلم د چین د سږني پسرلني اختر په موده کې سینما ته وړاندې شوی او نندارچيانو یې تود هرکلی کړی او ورپسې د نړۍ په ګڼو سینماګانو کې پر سکرين ښودل شوی او د خلکو پاملرنه یې راجلب کړې ده.
«نجا۲» فلم د فبرورۍ په ۱۴مې نېټې د متحده ايالتونو او کاناډا په شمول د شمالي امریکا په ۷۵۰ سینیماګانو کې نندارچيانو ته وړاندی شوی دی.
د ټولنيزو رسنيو ياد فلم ډېر ستایلی او زیاترو یې د ټکټونو په اخيستلو کې ستونزې ګاللې دي، ځکه ډېرو نندارچيانو هيله درلوده، چې دغه فلم پر لویو پردو وويني، نو د ټکټونو پيدا کول او اخيستل ورته ګران شوي وو.
ډېرو بهرنیانو د دغه فلم تر کتلو وروسته حیرانتیا څرګنده کړې ده. د رېډ نوټ(red note) په نوم خواله رسنۍ کې يوه بهرني وګړي ليکلي، «نجا۲» فلم په ډېرو مهارتونو جوړ شوی او انځورونه يې ډېر جلبوونکي او په زړه پورې دي او په خبره یې، د دغه فلم تخنیکي سویه د امریکا له مشهور فلم اواتار 《Avatar》سره سیالي کولی شي او د فني کارکوونکو جدي رويه پکې ښکاره شوې ده.
د امریکې د هالیوډ فلم جوړونکي ادم لیبیسي ویلي، د «نجا۲»فلم ستر بریالیتوب په فلمي چارو کې د چین د لوړې اغېزې ښکارندویي کوي، چې نه یوازې د ټیکټونو ارزښت، بلکې د کیفیت او د چین د فلمي هنرمندانو پياوړی نوښتي توان ترې ښکاري.
ځینو بهرنیانو ويلي، چینایانو خپلې افسانوي کیسې ښې ساتلي او ښه فلمونه يې پرې جوړ کړي دي.
د نجا کرېکټر د چین عنعنوي هنر یوه نښه ده، عدالت او زړورتوب ته پکې درناوی ښودل شوی او دغه نظريه به په چين کې نسل په نسل خپره شي.
نجا په دغه فلم کې خلک هڅوي، چې هر وخت د ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړي او خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.
ډېرو بهرنيانو په رېډنوټ کې له چينايانو سره نظرتبادلې کړي او د «نجا۲» فلم په کتلو سره یې د چين په اړه پېژندنې او مالومات ډېر شوي دي.
په راتلونکي کې به نور زیات چیني فلمونه بهرنیو نندارچیانو ته وړاندې شي او د بهرنيانو او چينايانو ترمنځ تفاهم به نور هم زيات شي.