د سرپرست حکومت د کابینې ۱۶مه غونډه کې، د برېښنا لېږد، پراختیايي پروژو چټکتیا او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي. په یاده غونډه کې همدارنګه د دولتي شرکتونو لوی ریاست ته دنده سپارل شوې، چې د برېښنا رسونې بهیر چټک کړي او په دې اړه اړین اقدامات وکړي. همداراز اداري مرستیال ته دنده سپارل شوې، چې د اوبو او انرژۍ وزارت او برېښنا شرکت استازو سره ناسته وکړي، چې د برېښنا په برخه کې د کاري استقامتونو واضح کول او همغږي پیاوړې شي. د کابینې په نوبتي غونډه کې همدارنګه د اقتصاد وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د پراختیايي پروژو پلې کولو په برخه کې د ټولو ادارو سره همغږي وکړي او د پراختیايي بودجې لګښتونه او د پروژو پر وخت سرته رسولو موضوعات تعقیب کړي.