په لوګر ولایت کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د مرمر ډبرو او مزایکو فابریکه پرانیستل شوه، چې مرمرینې ډبرې، مزایک او ۶ ډوله نورو ودانیز توکي تولیدوي. د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه فابریکه د عصري ماشینونو پر مټ په میاشت کې ۳۰ ټنه مرمر او ۴۰ زره مزایک تولیدوي. د فابریکې مسوولین وايي، چې په دې فابریکه کې ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابر شوې ده.