د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ايران له سفير علي رضا بیګدلي سره کتلي دي. ياد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی. د سرچينې د مالوماتو له مخې په کتنه کې همدارنګه په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د سوداګريزې راکړې ورکړې په اسانتیا، د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګهوالو ته د اسانتياوو رامنځته کولو، د ترانزیټي دهلېزونو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د اړوندو بنسټونو د ښه کولو په اړه بحث شوی. دواړو لوریو همدارنګه د روغتیا او کرنې په برخو کې د همکاریو د زیاتولو او د تجاربو د تبادلې په اړه هم خبرې کړې دي.