په دوبۍ کې د «ګلفوډ» نړیوال نندارتون چې د ۳ ورځو لپاره جوړ شوی د افغانستان په ګډون پکې د بېلابېلو هېوادونو، خوراکي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې وچې او تازه مېوې، زعفران او د افغانستان تولید شوې غیرالکولي څښاک د دغه نندارتون په لسو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي. یوشمېر افغانان چې په دغه نندارتون کې یې د افغانستان کرنیز محصولات او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي، وايي چې دغه نندارتون نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو د لار موندنې لپاره یو لوی فرصت دی. د «ګلفوډ» نندارتون د نړۍ د خوړکي او څښاکي توکو د صنعت تر ټولو ستر نندارتون دی له ۱۹۸۷ زېږدیز کال راهیسې هر کال په دوبۍ کې جوړېږي.