د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ریاض کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره کتلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه والي او اوکراین د جګړې د ختمولو په اړه یې توافق کړی دی. روبیو له دغې کتنې وروسته رسنیو ته ویلي، چې خبرې په دریو ټکو متمرکزې وې؛ په واشنګټن او مسکو کې د دواړو هېوادونو د سفارتونو د دیپلوماتانو بیا استول، د اوکراین د سولې د خبرو د حمایت لپاره د لوړ پوړیو ډلو استول او د اقتصادي همکاریو او نژدیو اړیکو ارزول. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي برووس په یوې اعلامیې کې ویلي دي، چې واشنګټن او مسکو توافق وکړ، چې د اوکراین جکړې ختمېدو ته د لارې موندلو لپاره خپل مذاکره کوونکي وپېژني. نوموړي زیاته کړې چې مسکو او واشنګنټن د «یو مشورتي میکانیزم» په جوړولو هم توافق کړی چې د اړیکو د ښه کولو لپاره کار وکړي.