کونړ کې د ۱۲۰ اعشاریه پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې د کونړ د کانونو او پټرولیم ریيس وایي، دغه ولایت کې د ۱۲۰ میلیونه او۵۵۰ زره افغانیو په ارزښت بیروج او ټوټکی ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې. نوموړی زیاتوي چې د داوطلبۍ دغه مراسم پرون د هېواد له ګوټ ګوټ د ګڼو سوداګرو او پانګوالو په ګډون د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د پېر او پلور په مارکېټ کې ترسره شوي دي. اوسمهال د کونړ د چپې درې او پېچ درې ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې د قیمتي ډبرو د کيندنې چارې روانې دي چې د مسوولینو په وینا، شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې ده.