اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي او د معلوماتو پر بنسټ له اسلام آباد او راولپنډۍ او همداراز نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستانه د قانوني ویزو لرونکو پرته د افغان کډوالو د ایستلو پلان پرېکړی او حتمي دی. خو دغه اعلامیه کاږي چې پاکستاني لوري نه دوی او نه هم د کډوالو نړۍوالو سازمانونو ته وار له مخه په دې تړاو څه ویلي دي. اعلامیې زیاته کړې چې دغه موضوع له کابل سره شریکه شوې څو د خپلو هېوادوالو د باعزته ستنېدو او په دغه برخه کې د شته ننګونو په اړه غور وشي.