د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند محمد اباد سیمه کې د صنعتي ښارګوټي لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. د یاد ولایت د صنعتي ښارګوتي امر حکیمي رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت مرکز اړوند په محمد اباد سیمه کې د سرپرست حکومت د مشر د ځانګړي فرمان په اساس د صنعتي ښارګوټي د جوړولو لپاره یاده اندازه ځمکه ځانګړې شوې ده. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د صنعتي ښارګوټو د جوړولو لپاره د ځانګړي فرمان پر اساس زرګونه جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده، چې د داخلي تولیداتو د زیاتېدو او اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.