د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي «بې له انتخاباتو یو دیکتاتور» بللی دی. ټرمپ ویلي چې په اوکراین کې د زیلینسکي محبوبیت ډېر کم دی او له همدې امله یې له انتخاباتو ډډه کړې ده. سرچینې ویلي، چې ښایي د ټرمپ دا توندې نیوکي د زېلینسکي د نن ورځې د نیوکو په غبرګون کې وي. د اوکراین ولسمشر پرون له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې ټرمپ د روسیې د ناسمو تبلیغاتو قرباني دی او د هغه او اوکراین په اړه ناسمې څرګندونې کوي. له خبرو اترو څخه د اوکراين د وتلو د توجیه کولو په ترڅ کې، ټرمپ وایي چې اوکراين له روسيې سره جګړه پيل کړې ده او زېلېنسکي بايد له روسيې سره خبرې اترې لا ډېرې پخوا پيل کړې وای. دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین د شخړې د پای ته رسولو لپاره د جګپوړو امریکایي او روسي چارواکو تر منځ له خبرو وروسته د ټرمپ او زیلینسکي اړیکې ترینګلې شوې دي.