د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایتکانال پر ۷۲ جریبه ځمکه د مالټو یو ستر بڼ جوړ شوی دی. د یاد ولایت د وادي کرنیز شرکت مسوولین وايي، چې د هډې فارم دوهم بلاک کې د یاد شرکت په مالي ملاتړ او د کلیم الله حلیمي قراردادي کرنیز شرکت له لوري، د شاوخوا ۲ میلیونه افغانیو په لګښت، پر ۷۲ جریبه ځمکه د مالټو بڼ جوړ او ځمکه یې کرکیلې ته چمتو شوې ده. د مسوولینو په خبره د دې بڼ د جوړولو موخه د مالټو په تولید کې زیاتوالی او د دغه محصول د کرنې ودې ته زمینه برابرول دي. د یادونې وړ ده، چې دغه بڼ به د سیمې اقتصاد ته وده ورکړي او خلکو ته به د کار زمینه برابره کړي.