د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه سازمان ۵۸ مه غونډه به د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پیل او تر اپریل میاشتې به دوام وکړي. په خبره پاڼه کې راغلي، چې په دغه غونډه کې د نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه هم خبرې کیږي. د بشري حقونو شورا د خپل ماموریت په ترڅ کې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه کوي او اړونده مسایل په نړیواله کچه تر بحث لاندې نیسي.