د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، چې په جوزجان ولایت کې د ١٢٥ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا ۲ سترې پروژې پرانیستل شوې دي. د سرچینې په خبره په دې پروژو کې د ۱۱۰ کیلو ولټه د برېښنا مزي پراختیا او شبرغان ښار کې د ۲۰ کیلو ولټه شبکې پراختیا شامله ده. د مسوولینو په خبره د دغو پروژو له لارې به د برېښنا د تولید ظرفیت له ۴۰ میګاواټو څخه ۹۰ میګاواټو ته لوړ شي، چې په فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې به ورسره د برېښنا د کمښت ستونزه تر يو بريده حل شي.