د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې نن سهار د غزني ښار اړوند ناني بازار ته څېرمه په یو وخت د څلورو موټرو د ټکر له کبله ۱۲کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې په یادو پېښو کې۱۱ کسان ټپيان او یو کس مړ شوی دی. د یاد ولایت ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، چې د مړي جسد او ټپيان روغتونونو ته لیږدول شوي دي. دا په تیرو ٢٤ ساعتونو کې اوومه ټرافیکي پیښه ده چې د غزني اړوند د کابل-کندهار پر لویه لاره او د دغه ولایت په نورو سیمو کې رامنځته کیږي.