د هلمند د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بغني ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د مسوولینو په خبره د دغه شبکه د یادې ولسوالۍ په دره شاه کلي کې جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. سرچینې ویلي په یاده شبکه کې د ۴۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۳۹۵۱ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول، د ۲۰ سولر تختو او ۱۱۷ شیردانونو نښلول شامل دي. د یادولو وړ ده، چې د یادې پروژې د تطبیق په بهیر کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.