د چین د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو د فبرورۍ په ۱۹ مه نېټه د امریکا د سوداګرۍ وزير په توګه د هاورډ لوتنيک د ماموريت د پیل په پار نوموړي ته د مبارکۍ پيغام واستاوه او دغه راز يې پر چيني توليداتو د امريکا لخوا د اضافي تعرفو له امله اندېښنې څرګندې کړې.
وانګ ون تاو په دې پيغام کې وويل، د چين او امریکا د سوداګرۍ وزارتونو له ډېرو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پراختيا لپاره مهم رول لوبولی. چين غواړي له امريکا سره ګډ کار وکړي، د متقابل درناوي پر اساس خبرې زياتې ، توپيرونه کنټرول او همکارۍ پیاوړې کړي.
نوموړي زياته کړه، چې امريکا د فینټانیل په دلیل پر چيني محصولاتو ٪ ۱۰ تعرفې اضافه کړې او چين له دې امله سخته ناخوښي څرګنده کړې ده. امریکا په يواړخيزه توګه پر چيني محصولاتو تعرفې زیاتې کړې او دغه کړنه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ته زيانونه رسوي. چين هيله لري، چې دواړه خواوې د مساوي خبرو له لارې خپلې اندېښنې هوارې کړي.