د نورستان ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې په وایګل ولسوالۍ کې د ۱۰۰ واټه برېښنا کوټ د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د مسوولینو په خبره دغه برېښنا کوټ د (یو این ډي پي) موسسې په مالي لګښت جوړ شوی، چې پر مټ یې ۳۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي. په ورته وخت کې، د نورستان یو شمېر اوسېدونکي د یادو پروژو د پرانیست هرکلی وکړ او له چارواکو یې غوښتنه وکړه، چې د ولایت په ټولو ولسوالیو کې د برېښنا اسانتیاوې برابرې کړي، څو ټول وګړي د دې پرمختګ له ګټو برخمن شي.