د چين دولتي شورا د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه خپله دولسمه ځانګړې مطالعوي ناسته ترسره کړه چې موضوع یې وه: “د مصارفو هڅول د خلکو ژوند له ښه والي سره یوځای کول، د مصارفو په هڅونې د کورنيو اړتياوو پراخول.”
صدراعظم لي چيانګ د دې مطالعوي ناستې د مشرۍ پر مهال په ټینګار سره وویل: باید د کورنۍ اړتياوو د پراختيا په اړه د دولت رئيس شي جين پينګ او د ګوند د مرکزي کمېټې اړوند پرېکړه ليکونه په بشپړه توګه پلي کړو، د اقتصادي تګلارو په تمرکز دې د خلکو په ژوند کې ښه والي راولو او مصارفو ته وده ورکړو، په زياتو هڅو او لا دقيقو اقداماتو سره دې مصرف زيات کړو او په دوامداره توګه دې په اقتصادي پرمختګ کې د مصارفو بنسټيز رول لوړ کړو.