د “کډوالي” کتاب مخکتنه تېره اونۍ د چهارشنبې په ورځ په اکسوس کتابپلورنځي کې ترسره شوه، چې شاوخوا یو نیم ساعت یې دوام وکړ. دا غونډه له غرمې وروسته د درې بجو په شاوخوا کې پیل شوه، او پکې فرهنګي، ادبي او څېړنیزو شخصیتونو ګډون کړی و.
غونډه د عبدالوهاب مومند په انانسرۍ سره پیل شوه چې د غونډې ټوله اجنډا یې تشریح کړه، ورپسې د قرانکریم څو ایتونه قرائت شول. له دې وروسته، د اکسوس فرهنګي مسوول، صفي الله ناصري، د یاد کتاب پر ارزښت، چاپ، او د کتابونو د چاپ او پلور پر وروستي بهیر لنډې څرګندونې وکړې.
وروسته ښاغلي صادق ودان د یاد کتاب محتوا وڅېړله او له ګډونوالو سره یې خپله ارزونه او شننه شریکه کړه. د غونډې بل ګډونوال او د دې کتاب کره کتونکي غازي محمد منندوی خپل نظرونه وړاندې کړل، له لیکوال یې مننه وکړه چې د اړتیا سره سم یې دا اثر پنځولی دی. ورپسې ښاغلي محمد نور منګل د کتاب د متن پر محتوا خبرې وکړې او د متن د ځانګړو مشخصو لرل یې وستایل. وروسته د کتاب لیکوال، ډاکتر وحید وطنیار، خپله وینا وکړه، چې پکې یې د کتاب د لیکلو موخې او تجربې بیان کړې.
د غونډې په وروستۍ برخه کې ښاغلي محمد یاسین امین د غونډې ارزونه وکړه او اختتامیه وینا یې وړاندې کړه. هېره دې نه وي چې د دې مخکتنې بشپړ بهیر د اکسوس له یوتیوب څخه کتلی شی.
د یادونې وړ ده چې کډوالي کتاب د افغان کډوالو پر ژوند او د هغوی پر وړاندې د کوربه ټولنو د چلند په اړه یو ځانګړی څېړنیز اثر دی، چې په کې د ګواښونو، ننګونو، تمو او حقیقتونو هر اړخیز تحلیل شوی دی. کتاب ۱۱۱ مخونه لري چې تېر دسمبر میاشت کې د اکسوس کتابپلورنځي لخوا چاپ او د کتاب بازار ته وړاندې شوی چې نن ورځ د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې له مشهورو کتابپلورځیو څخه د ترلاسه کېدو وړ دی.
په ټوله کې د “کډوالي” کتاب د لوېدیځو ټولنو او کډوالو ترمنځ د اړیکو، ستونزو او تمو په اړه یوه نوې څېړنه وړاندې کوي، چې د لوستونکو لپاره یو نوی لید وړاندې کوي.