د حضرت عباده بن صامت رضي الله عنه ژوند کتاب ښاغلي هارون باوري لیکلی او اکسوس کتاب پلورنځي تازه چاپ او خپور کړی دی.
په دې کتاب کې د نوموړي صحابي پر سیرت، حالاتو، مغازي، زهد، علمي کارنامې او دعوت بشپړ او هر اړخیز بحث شوی دی.
یاد کتاب پنځوس مخونه لري چې د نوموړي صحابي د فکر، تدبیر او دعوت په برخه کې یو غوره اکاډمیک اثر بلل کېږي.
د دې کتاب مینوال کولای شي له اکسوس سربېره یې د هېواد له نورو مشهورو کتابپلورځیو څخه په مناسبه بیه ترلاسه کړي.