د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته په یوه دوه ورځني سفر ولاړ. اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوي کې د سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم، کرنې او ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو سرپرستان، د افغانستان بانک رییس او د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال د ملا عبدالغني برادر ملتیا کوي. خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او افغانستان کې د ازبکستاني سوداګرو د پانګونې د جلبولو په موخه سفر کړی دی.