د بادغیس روغتیايي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. د پولیو دغه مثبته پېښه د بالامرغاب ولسوالۍ په «قروتو» کلي کې ثبت شوې او اغېزمنه یوه پنځه کلنه نجلۍ ده. دا پېښه داسې مهال ثبتېږي چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف خبرداری ورکړی و چې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل دی چې پولیو په کې په سیمهییزه توګه فعال دی. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه بلل کېږي چې لا هم په بشپړه توګه پولیو ویروس پهکې له منځه تللی نه دی.